کندهار کې له خبريالانو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه
دو شنبه ( ۲۴ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې په همکارۍ له خبريالانو سره د همغږۍ غونډه تر سره کړه.
په ياده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي انعام الله سمنګاني، د ولايت مقام وياند مولوي محمود عزام، د امنيه قومندانۍ وياند مولوي اسدالله جمشيد، د ۲۰۵ البدر قول اردو وياند مولوي نذير احمد شکيب، د ښاروالۍ وياند سيف الله عاصم، د اطلاعاتو آمر سيد حمد الله آغا، د ملي راډيو تلويزون آمر مولوي رفيع الله احسان، په جنوب لويديځه حوزه کې د افغان خبريالانو د خونديتوب مسؤل احمد لودين، د محلي، ملي او نړيوالو رسنيو استازو او خبريالانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني د پيل په وينا کې خبريالانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل: د خبريالانو سره د پرلپسې غونډو په پايله کې دا مهال د امارتي ادارو او خبريالانو تر منځ همغږي ډيره شوې او هغه رياستونه چې وياندويان لري، پر وخت د خبريالانو سره معلومات شريکوي.
ښاغلي سمنګاني زياته کړه، په تيرو څو مياشتو کې خبريالان په کاري ساحه کې د مشکلاتو سره نه دي مخامخ شوي.
په جنوب لويديځه حوزه کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر ښاغلي لودين په خپلو خبرو کي د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه مننه وکړه، چې د خبريالانو سره د همغږۍ غونډې جوړوي او د خبريالانو غوښتنو، سپارښتنو او ستونزو ته رسيدګي کوي.
خبريالانو او د رسنيو د استازو هم په خپل نوبت سره خپلې اړوندې غوښتنې او ستونزې شريکې کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني، د ولايت مقام وياند ښاغلي عزام او د نورو امارتي ادارو استازو په خپلو برخو کې خبريالانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل: غوښتنې او ستونزې به يې د حل په موخه د لوړپوړو مسؤلينو سره شريکې کړي.
۱۴۰۳/۴/۱۱ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۱ ميلادي
