کندهار کې له خبريالانو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۴۶
sss

دو شنبه ( ۲۴ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې په همکارۍ له خبريالانو سره د همغږۍ غونډه تر سره کړه.
په ياده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي انعام الله سمنګاني، د ولايت مقام وياند مولوي محمود عزام،  د امنيه قومندانۍ وياند مولوي اسدالله جمشيد، د ۲۰۵ البدر قول اردو وياند مولوي نذير احمد شکيب، د ښاروالۍ وياند سيف الله عاصم، د اطلاعاتو آمر سيد حمد الله آغا، د ملي راډيو تلويزون آمر مولوي رفيع الله احسان، په جنوب لويديځه حوزه کې د افغان خبريالانو د خونديتوب مسؤل احمد لودين، د محلي، ملي او نړيوالو رسنيو استازو او خبريالانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني د پيل په وينا کې خبريالانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل: د خبريالانو سره د پرلپسې غونډو په پايله کې دا مهال د امارتي ادارو او خبريالانو تر منځ همغږي ډيره شوې او هغه رياستونه چې وياندويان لري، پر وخت د خبريالانو سره معلومات شريکوي.
ښاغلي سمنګاني زياته کړه، په تيرو څو مياشتو کې خبريالان په کاري ساحه کې د مشکلاتو سره نه دي مخامخ شوي.
په جنوب لويديځه حوزه کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر ښاغلي لودين په خپلو خبرو کي د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه مننه وکړه، چې د خبريالانو سره د همغږۍ غونډې جوړوي او د خبريالانو غوښتنو، سپارښتنو او ستونزو ته رسيدګي کوي. 
 خبريالانو او د رسنيو د استازو هم په خپل نوبت سره خپلې اړوندې غوښتنې او ستونزې شريکې کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني، د ولايت مقام وياند ښاغلي عزام او د نورو امارتي ادارو استازو په خپلو برخو کې خبريالانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل: غوښتنې او ستونزې به يې د حل په موخه د لوړپوړو مسؤلينو سره شريکې کړي.

۱۴۰۳/۴/۱۱ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۱ ميلادي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۰
Background image

نصب بنرهای فرمان شماره ۱۷ در ساحات ولسوالی ده‌سبز

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل بنرهای فرمان شماره هفده زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی را در بخش‌های مختلف ولسوالی ده‌سبز این ولایت نصب کرد.
به گفتۀ مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۵۸
Background image

رییس امور جوانان؛ جوانان در تحکیم نظام و آبادی کشور مسوولیت اساسی دارند

این اظهارات را مولوی محمد داوود آغا هاشمی رییس امور جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ، در سیمینار یک‌روزه تحت عنوان (رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام ا.ا.ا. و آبادی کشور) در ولایت جوزجان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

برگزاری سیمینار اصلاحی و فکری در الینگار

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به همکاری مشترک اداره فکری و فرهنگی الصارم سیمینار اصلاحی و فکری را با هدف جلوگیری از رسوم ناپسند و شناخت افکار باطل به حدود ۲۵۰ تن جوان راه‌اندازی کرد. . .

BACK TO NEWS