کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس له متحد مطبعې څخه لیدنه وکړه

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۲۲:۴۳
کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس له متحد مطبعې څخه لیدنه وکړه

 

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي انعام الله سمنګاني، د هنر او کلتور آمر عبدالشکور څپاند او د طلوع افغان جریدې مدیر بریالي فيضي په کندهار کې د مطبوعاتو د چارو د لیدو په جریان کې متحد مطبعې ته ولاړل، هلته یې د مطبعې تر څنګ د چاپخانې او نورو بېلابېلو ماشینونو او چاپ شویو آثارو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي سمنګاني د یادې مطبعې له مسؤل محمد افضل صدیقي سره د چاپ پر کیفیت او نورو اړوندو چارو هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي سمنګاني له لیدنې ورورسته د یادې مطبعې کارونه وستایل او د مطبعې مسؤلین یې وهڅول، تر څو خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي او له خپله اړخه یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۴۴/۱۲/۲۹ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۲۶ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

په شاجوی ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د شاجوی ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ عمومي مدیر حضرت الله زاهد له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه، چې په دې غونډه کې د ځوانانو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۶
Background image

لغمان کې (د ناوړه دودونو او باطلو افکارو د مخنیوي) په نوم یو ورځنی سیمینار ترسره شو

لغمان کې د الصارم فکري او فرهنګي ادارې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د الینګار ولسوالۍ اړوند د شیخ صاحب سیمې قومي مخورو، ځوانانو او د ښوونځیو او دیني مدرسو زده کوونکو ته (د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۶
Background image

د (بریالي ژوند لارښودونکي اصول) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې (د بریالي ژوند لارښودونکي اصول) په نوم د ژباړل شوې کتاب مخکتنه ترسره. . .

BACK TO NEWS