د (بریالي ژوند لارښودونکي اصول) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۶
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې (د بریالي ژوند لارښودونکي اصول) په نوم د ژباړل شوې کتاب مخکتنه ترسره شوه، چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو شمېر مسؤلینو، د یاد کتاب ژباړونکي مفتي حکمت الله راغب، دیني عالمانو، ادیبانو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون کړی و. 
دغه کتاب د (روضة العقلاء) په نوم عربي ژبه باندې د علامه محمد بن حبان بستي افغاني (رح) له لوري لیکل شوی، چې پښتو ژبې ته یې ژباړه (د بریالي ژوند لارښودونکي اصول) مفتي حکمت الله راغب له خوا شوې ده.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د خوښۍ ځای دی، چې یو ځل بیا د عامه کتابتونونو ریاست د داسې علمي غونډې کوربه دی او (د بریالي ژوند لارښودونکي اصول) کتاب مخکتنه کیږي. د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د ورته غونډو د جوړولو څخه موخه د ځوانانو، لیکوالانو او څیړونکو مطالعې او لیکوالۍ ته هڅول دي، همدارنګه د عامه کتابتونونو ریاست تالارونه د ټولو زده کوونکو، زده کړیالانو، طالبالعلمانو او څیړونکو لپاره هر وخت د شپې تر ۱۰بجو پرانیستي دي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛ خپلواکۍ او اسلامي نظام حاکمیت د خدای تعالی ستر نعمت دی، اوس مهال مو د بېلابېلو ادارو مسؤلین د خپلو مسؤلیتونو ترڅنګ لیکوالي ته هم ځانګړی پاملرنه کړې ده او د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري کتاب لیکنې، لوستنې او چاپ ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، چې د کابل ترڅنګ په ټولو ولایتونو کې د بېلابېلو علمي پروګرامونو جوړول یې ښه څرګندونه کوي.
په غونډه کې د بریالي ژوند لارښودونکي اصول کتاب ژباړونکي مفتي حکمت الله راغب د عامه کتابتونونو ریاست څخه د داسې پروګرامونو جوړولو له امله د مننې کولو ترڅنګ د یاد کتاب د مصنف علامه محمد بن حبان بستي افغاني(رح) په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: علامه محمد بن حبان بستي په وطن افغانی او په نسب عدنانی دی، چې عدانان د رسول(ص) په نسب کې لسم نیکه یادیږي او نوموړي شاوخوا له دوو زرو شیخانو څخه علم حاصل کړی دی. علامه محمد بن حبان بستي افغاني(رح) له سترو علماوو څخه یو عالم و، چې د خپل وخت له امامانو څخه یو امام هم و او د دیني علومو ترڅنګ یې عصري علوم هم حاصل کړي و.
 ښاغلي راغب له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل؛ چې د دغه کتاب د خپرولو په برخه کې پوره همکاري وکړي او د بېلابېلو لار چارو څخه په استفادې دا کتاب تر ډېرو ولسونو پورې ورسوي.
په غونډه کې د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد او قاري فضل الحق حقاني هم د یاد کتاب او د کتاب د مصنف په اړه خبرې وکړې او له ښاغلي راغب څخه یې د یاد کتاب ژباړلو په موخه مننه وکړه.
ویناوالو زیاته کړه: چې ولسونه مو کتاب لوستنې او مطالعې ته له هر وخته اوس ډېره اړتیا لري او د کتاب لوستل او مطالعه کول د انساني ټولنې د جوړونې اساس دی. 
د ویناوالو په خبره؛ د (روضة العقلاء) کتاب لوستل د هر انسان او مسلمان لپاره اړینه ده، ځکه په دې کتاب کې د اخلاقو، ادابو، نظام جوړولو او د ټولنې جوړونې په اړه په مستنده توګه لیکل شوي دي او د دغه کتاب (د بریالي ژوند لارښودونکو اصول) ژباړه په احسنه توګه شوې ده، مفهوم په اسانه ترې اخیستل کیږي او په ښه او روانه توګه لیکل شوی دی.
غونډه د دعایه په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

په شاجوی ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د شاجوی ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ عمومي مدیر حضرت الله زاهد له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه، چې په دې غونډه کې د ځوانانو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۶
Background image

لغمان کې (د ناوړه دودونو او باطلو افکارو د مخنیوي) په نوم یو ورځنی سیمینار ترسره شو

لغمان کې د الصارم فکري او فرهنګي ادارې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د الینګار ولسوالۍ اړوند د شیخ صاحب سیمې قومي مخورو، ځوانانو او د ښوونځیو او دیني مدرسو زده کوونکو ته (د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۶
Background image

د (بریالي ژوند لارښودونکي اصول) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې (د بریالي ژوند لارښودونکي اصول) په نوم د ژباړل شوې کتاب مخکتنه ترسره. . .

BACK TO NEWS