کاپیسا کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۲۱:۳۶
...

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د خبریالانو د ستونزو حل، د دوی ملاتړ او د اطلاع رسونې د چارو د ښه والي په موخه د همغږۍ غونډه وکړه.

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو رول د اسلامي ارزښتونو د ساتلو، د عامه افکارو د جوړولو، د باور رامنځته کولو، د عامه پوهاوي او د خلکو او نظام ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې مهم وباله او ویې ویل: رسنۍ د فکري ودې او د عامه پوهاوي د کچې په لوړولو کې اغیزمن رول لري.

نوموړي زیاته کړه، د خبریالانو لپاره د کاري اسانتیاوو برابرول، معلوماتو ته پر وخت لاسرسی او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د بشپړې همغږۍ ساتل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لومړیتوبونو څخه دي. ښاغلي وثیق د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو څخه وغوښتل چې کره، مسؤلانه او پر وخت معلومات له رسنیو سره شریک کړي، ترڅو ولس د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه په بېلابېلو برخو کې خبر شي.

د غونډې په لړ کې د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو خپل نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل. هغوی د دې ډول غونډو جوړول ګټور وبلل او د دغو غونډو د دوامداره ترسره کېدو غوښتنه یې وکړه.

د غونډې په پای کې د ګډې همکارۍ او دوامدارې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې د رسنیو د ستونزو د حل، د خبریالانو د ملاتړ او معلوماتو ته د اسانه لاسرسي د برابرولو لپاره به دا ډول غونډې په دوامداره توګه ترسره کېږي.

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۲۱:۳۶
Background image

کاپیسا کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د خبریالانو د ستونزو حل، د دوی ملاتړ او د اطلاع رسونې د چارو د ښه والي په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

رسنیو له استازو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسئولینو په شتون کې، د رسنیو استازو او خبریالانو د پکتیکا له مرستیال والي قاضي نورالله سره ناسته وکړه.
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۱
Background image

د بامیان راډیو نشراتي چارې وارزول شوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد په مشرۍ یو پلاوي د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح او د. . .

BACK TO NEWS