رسنیو له استازو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسئولینو په شتون کې، د رسنیو استازو او خبریالانو د پکتیکا له مرستیال والي قاضي نورالله سره ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا محمد امین حذیفه د رسنیزو چارو په اړه خبرې وکړې او رسنیزې چارې یې د اسلامي امارت له نشراتي اصولو او قوانینو سره بشپړې همغږې وبللې.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسئول، تېر څلور کلونه د خبریالانو لپاره د امنیت او خوندیتوب له اړخه غوره وبلل او د اطلاع رسونې د بهر د لاښه والي غوښتنه یې وکړه.
د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د غونډې له ګډون والو سره شریکې کړې.
ورته مهال د پکتیکا مرستیال والي قاضي نورالله ډاډ څرګند کړ، چې د رسنیو او خبریالانو ستونزو او غوښتنو ته به رسېدنه وشي او له خبریالانو څخه یې په هېواد کې د ابادۍ او پرمختګ د روانو چارو د لا ښه رسنیز کولو غوښتنه هم وکړه.
۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق
