کابل کې فریلانسینګ (آنلاین تجارت) لپاره ازموينه واخستل شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۲۲:۴۱
….

چهارشنبه ( ۲۰ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت د  (WAR child canada )  مؤسسې په همکارۍ په مرکز کابل کې د فریلانسینګ ( آنلاین تجارت ) پروګرام لپاره د ١٥٠ تنو ځوانانو څخه په حضوري ډول ازموینه واخیستل شوه، چې د یادو ځوانانو څخه به ٥٠ کسانو ته د فریلانسینګ ( آنلاین تجارت ) په برخه کي زده کړې ورکړل شي.

د ځوانانو چارو معینیت د برنامو رئیس حضرت الله شریفي د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ازموینې پروسه به په ډیر شفاف ډول تر سره او وړ کسان به د زده کړو لپاره انتخاب شي.

د ازموينې ګډونوالو د ځوانانو چارو معینیت څخه د مننې ترڅنګ د داسې برنامو د لازیاتوالي غوښتنه وکړه.

۱۴۰۳/۳/۹ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۲۹ میلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS