په پروان کې د نقاشۍ او خطاطۍ هنرمندانو لپاره درې ورځنی سیمینار پیل شو

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۵:۰
Parwan10.10.23

په پروان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د نقاشۍ او خطاطۍ د هنرمندانو د هڅونې او ملاتړ لپاره درې ورځنی سیمینار پیل شو.
په پیل کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الرحمن صديقي د هنر د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: هنر يو ځانګړى مهارت او فوق العاده کار دى، په هنري کارونو کې د قلم ارزښت د پام وړ دی، له ډېر پرمختګ سره سره بیا هم د خطاطۍ او نقاشۍ هنر خپل مينه وال لري.
 نوموړي د خطاطۍ او نقاشۍ له هنرمندانو سره د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د هنر د ودې او د هېواد د اصلي کلتور د بنسټیز کولو په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنري او کلتوري پروګرامونو مسؤل فرهاد احساس د هنر د نړيوالې ورځې په مناسبت د دغه سيمينار د پيلولو موخه د هنرمندانو هڅونه او ملاتړ وباله.
وروسته د دغه سیمینار عملي کار د پروان ولایت د مشهور انځورګر استاد فریدون فروتن له خوا پیل شو.

۱۴۴۵/۳/۲۴ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۷ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS