د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
...

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۱۳۱ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۱۸۷۷ ټوکه صادره او وارد شویو کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې او ۱۳ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکي ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.
دغه راز د قرآن کریم د تفسیرونو او بېلابېلو نسخو په اړه پرېکړه وشوه چې د لا زیاتې ارزونې او قانوني پړاوونو د بشپړولو په موخه د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزارت ته واستول شي، همدارنګه د جاپان سفارت اړوند فایلونه او بروشورونه و ارزول شول او په اړه یې لازمې پرېکړې ونیول شوې.
په پای کې، د کمېسیون رئیس او غړو د خصوصي خپرندویانو او کتاب پلورونکو له استازو سره لیدنه وکړه او د شته ستونزو او ننګونو په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه. په دې ناسته کې، د همکارۍ لپاره د چمتووالي د څرګندولو ترڅنګ، د نشراتو چارو د معینیت له لوري اړوندو څانګو ته لازمې لارښوونې وشوې، ترڅو د مطرح شویو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

۱۴۰۵/۳/۲۵ ھـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS