په هرات کې د خبريالانو د ستونزو د اورېدو او حل په موخه غونډه جوړه شوه
نن یکشنبه ( ۱۴۴۵/۲/۳ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین ښاغلي مهاجر فراهي او د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس له لوري په هرات ولایت کې د خبريالانو د ستونزو د اورېدو او حل په موخه غونډه جوه شوه.
په یاده غونډه کې د خبريالانو د کارتونو د وېش، د خبريالانو او رسنيو پر ستونزو، د رسنيو پر اړتياوو، د ورځپاڼو پر کيفيت او کميت باندې خبرې وشوې.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي خبرې وکړې او ویې ویل: د هېواد په مرکز کې د خبریالانو د کارتونو د وېش لړۍ پیل شوې او په ولایتونو کې به د اړوندو ادارو له لوري ووېشل شي.
ښاغلي مهاجر فراهي زیاته کړه، دغه کارتونه داسې ځانګړتياوې لري، چې يو عادي سرتيری هم کولای شي معلومه کړي، چې دغه کس خبريال دی او که نه دی، دا کارتونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له وېبپاڼې سره مستقيم تړاو لري.
دا کارتونه د امنیتي ادارو په برخه کې د خبریالانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي او د ټولو ولایتونو خبریالان کولای شي چې له اداري طرزالعملونو وروسته د مکتوب له لارې ترلاسه کړي.
ښاغلي فراهي د رسنیو د قوانینو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د رسنیو قانون د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ترتیب شوی او د تصویب لپاره استول شوی او دا مهال د عالیقدر امیرالمومنین تر څېړنې لاندې دی.
ښاغلي مهاجر فراهي اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د محدوديتونو په اړه وويل، اطلاعاتو ته بايد د خبريالانو د لاسرسي زمينه برابره شي.
