نجراب ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه لیدنه ترسره شوه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۵:۱۶
...

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤولین وایي؛ چې د یو شمېر زده کړیالانو، زده‌ کوونکو او ځوانانو د دې ولایت د نجراب ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه.
هغوی زیاته کړه، چې دغه کتابتون یې ولسونو ته د مطالعې په برخه کې د اسانتیا برابرولو په موخه فعاله ساتلی دی او د دغه علمي او فرهنګي مرکز دروازې د رسمي وختونو په ترڅ کې د ټولو خلکو پرمخ پرانیستې وي.
ورته وخت کې یو شمېر ځوانانو مطالعه او کتاب لوستنه د ټولنې د پرمختګ په برخه کې ګټوره وبلله او پر نورو ولسونو یې هم غږ وکړ؛ چې د ټولنې پرمختګ او ستونزو حل په موخه د ورځنیو چارو په ترڅ کې مطالعې ته هم وخت ورکړي.

 ۱۴۴/۱۱/۱۹ هـ. ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS