میمنه کې د کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه وشوه
د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي د ميمنې ښار د کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره په یوې غونډه کې د ثور میاشتې د ورستی اونۍ لپاره د کتاب نندارتون د جوړولو او د کتاب لوستلو د کلتور د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د دې نندارتون موخه ځوان نسل مطالعې ته هڅول او په ټولنه کې د کتاب لوستنې کلتور پیاوړی کول وبلل او زیاته یې کړه؛ چې دا ډول پروګرامونه د خلکو د پوهې د لوړولو په برخه کې مهم رول لري.
د کتاب پلورنځیو مسؤلینو هم د نندارتون په جوړولو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او د نندارتون د منځپانګې د بډایه کولو په اړه يې خپل نظريات او وړانديزونه شريک کړل.
تمه ده، چې دا نندارتون د روان کال د ثور میاشتې په وروستیو کې د درېو ورځو لپاره د میمنې ښاروالۍ په پارک کې د فرهنګ پالانو، زده کړیالانو او د کتاب مینوالو په پراخ ګډون ترسره شي.
۱۴۴۶/۱۱/۱۴ هـ ق
