میمنه کې د کتاب‌ پلورنځیو له مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه وشوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۲:۶
...

د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس ‌الدین محمدي د ميمنې ښار د کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره په یوې غونډه کې د ثور میاشتې د ورستی اونۍ لپاره د کتاب نندارتون د جوړولو او د کتاب لوستلو د کلتور د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د دې نندارتون موخه ځوان نسل مطالعې ته هڅول او په ټولنه کې د کتاب‌ لوستنې کلتور پیاوړی کول وبلل او زیاته یې کړه؛ چې دا ډول پروګرامونه د خلکو د پوهې د لوړولو په برخه کې مهم رول لري.
د کتاب پلورنځیو مسؤلینو هم د نندارتون په جوړولو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او د نندارتون د منځپانګې د بډایه کولو په اړه يې خپل نظريات او وړانديزونه شريک کړل.
تمه ده، چې دا نندارتون د روان کال د ثور میاشتې په وروستیو کې د درېو ورځو لپاره د میمنې ښاروالۍ په پارک کې د فرهنګ پالانو، زده کړیالانو او د کتاب مینوالو په پراخ ګډون ترسره شي. 

۱۴۴۶/۱۱/۱۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۴
Background image

وزیر محترم وزارت اطلاعات و فرهنگ با مسوول حقوق بشر دفتر یوناما دیدار کرد 

محترم شیخ صاحب شیراحمد حقانی وزیر اطلاعات و فرهنگ در دفتر کاری‌اش با فیانوفریزر مسوول حقوق بشر دفتر یوناما و هیأت همراهش دیدار کرد.
در این نشست، دو جانب پیرامون وضعیت رسانه‌ها در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۶
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با مسوولان فوتوکاپی‌ها، کتاب‌فروشان، مؤلفان و ناشران در کاپیسا 

از سوی ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا نشست هماهنگی با مسوولان فوتوکاپی‌ها، کتاب‌فروشان، مؤلفان و ناشران راه‌اندازی گردید.
رییس اطلاعات و فرهنگ، فرمان شماره (۷۲۰۶/۳۴۶۶) عالی‌قدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۳
Background image

اشتراک مسوولان وزارت اطلاعات و فرهنگ در نشست آیسسکو

قاری عبیدالله حنیف رییس آرشیف ملی وزارت اطلاعات و فرهنگ و محمد شفیق احمدزی رییس روابط خارجه و آتشه‌های فرهنگی این وزارت، در نشست علمی آنلاین پیرامون نسخه‌های خطی اسلامی که از سوی سازمان. . .

BACK TO NEWS