محمد طاهر زهير د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رييس سره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۰:۱۵
محمد طاهر زهير د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رييس سره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزير او سرپرست محمد طاهرزهير نن د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له رييس شميم خان کټوازي سره د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په موخه د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ. د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه هوکړه ليک د لاسليک کولو په مراسمو کې وويل: دغه هوکړه ليک په سيمو کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره ډېر مهم او اغېزمن دى. هغه وويل: موږ پخوا هم په عمل کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په لاره کې په ولايتونو کې د سيمه ييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره همکارۍ درلود، خو دغه هوکړه ليک د فرهنګي ميراثونو او آثارو ساتنه قانوني کوي. هغه زياته کړه: د دغه هوکړه ليک موخه د افرادو له خوا په لرغونو ساحو کې د غير قانوني کيندنو، د لرغونو ساحو او فرهنګي ميراثونو د غصبولو مخنيوى او په سيمو کې د فرهنګي ميراثونو ساتنه ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رييس څخه وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي. په دغو مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس شميم خان کټوازي څرګنده کړه چې فرهنګي ميراثونه او لرغونې ساحې د افغانستان مادي او معنوي پانګې يوه برخه ده او بايد د دغو ملي پانګو ساتنه وشي. هغه وويل چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې هر راز همکاري ته چمتو ده. هغه زياته کړه: ټولو واليانو او ولسوالانو ته لارښوونه کوم چې د فرهنګي ميراثونه په ساتنه کې هلې ځلې وکړي او د غير قانوني کيندنو او د لرغونو ساحو د غصبولو مخه ونيسي.

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS