محمدطاهر زهیر: حکومت مکلف دی چې ځوانانو ته د پرمختګ اسانتیاوې برابرې کړي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمدطاهر زهیر نن له هغو ځوانانو سره وکتل چې د ځوانانو د ملاتړ سازمان په نوښت په کابل کې د ځوانانو د طرحې لیکنې په جوړې شوې سیالۍ کې یې ګډون کړی و. دولس تنه چې تر ټولو ښې طرحې یې وړاندې کړې وې، غوره ځوانان وټاکل شول.
محمدطاهر زهیر په دې کتنه کې ځوانان د ټولنې مهم ځواک وباله او ویې ویل چې ځوان جوړونه او کارجوړونه د پرمختګ دوه مهم توکي دي. زهیر زیاته کړه چې حکومت مکلف دی چې ځوانانو ته د پرمختګ اسانتیاوې برابرې کړي او په نوښت او خلاقیت کې د ځوانانو ملاتړ وکړي. هغه ژمنتیا، چې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د وړاندې تګ سبب کېږي، د ځوانانو د پرمختګ لپاره یومهم اصل وباله.
وروسته یو شمېر ځوانانو د طرحې لیکنې سیالیو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې دا سیالۍ اووه میاشتې مخکې پیل شوې وې او ۷۰۰ ځوانانو په کې ګډون کړی وچې د دوی طرحې وارزول شوې او ارزوونکو دولس تنه غوره کړل.
دوی زیاته کړه چې له امنیتي پلوه په سختو شرایطو کې یې په دغه پروګرام کې د ګډون لپاره کابل ته سفروکړ چې خپلې طرحې له اړوندو وزارتونو سره شریکې کړي او رسنۍ یې فعالیتونه خپاره کړي او د دوی ملاتړ وشي.
کابل/ د وږي ۱۹مه/ باختر
