محمدطاهر زهیر: حکومت مکلف دی چې ځوانانو ته د پرمختګ اسانتیاوې برابرې کړي

مجهول (لم يتم التحقق)
خميس, سبتمبر 10 2020 9:49 صباحا
محمدطاهر زهیر: حکومت مکلف دی چې ځوانانو ته د پرمختګ اسانتیاوې برابرې کړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمدطاهر زهیر نن له هغو ځوانانو سره وکتل چې د ځوانانو د ملاتړ سازمان په نوښت په کابل کې د ځوانانو د طرحې لیکنې په  جوړې شوې سیالۍ کې یې ګډون کړی و. دولس تنه چې تر  ټولو ښې طرحې یې وړاندې کړې وې، غوره ځوانان وټاکل شول.

محمدطاهر زهیر په دې کتنه کې ځوانان د ټولنې مهم ځواک وباله او ویې ویل چې ځوان جوړونه او کارجوړونه د پرمختګ دوه مهم توکي دي. زهیر زیاته کړه چې حکومت مکلف دی  چې ځوانانو ته د پرمختګ اسانتیاوې برابرې کړي او په نوښت او خلاقیت کې د ځوانانو ملاتړ وکړي. هغه ژمنتیا، چې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د وړاندې تګ سبب کېږي، د ځوانانو د پرمختګ لپاره یومهم اصل وباله.

وروسته یو شمېر ځوانانو د طرحې لیکنې سیالیو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې دا سیالۍ اووه میاشتې مخکې پیل شوې وې او ۷۰۰ ځوانانو په کې ګډون کړی وچې د دوی طرحې وارزول شوې او ارزوونکو دولس تنه غوره کړل.

دوی زیاته کړه چې له امنیتي پلوه په سختو شرایطو کې یې په دغه پروګرام کې د ګډون لپاره کابل ته سفروکړ چې خپلې طرحې له اړوندو وزارتونو سره شریکې کړي او رسنۍ یې فعالیتونه خپاره کړي او د دوی ملاتړ وشي.

کابل/ د وږي ۱۹مه/ باختر

تازه ترین اخبار

اثنين, يونيو 15 2026 2:43 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين، الموافق 29 ذو الحجة 1447هـ،عُقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
ونا. . .

أحد, يونيو 14 2026 1:46 مساء
Background image

تسليم سيف تاريخي إلى المتحف الوطني

تم تسليم سيف تاريخي إلى المتحف الوطني من قبل أحد سكان ولاية پکتيا، السيد حبيب الرحمن نوري، وذلك بحضور نائب وزارة الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون، المولوي عتيق الله عزيزي.
وأوضح. . .

سبت, يونيو 13 2026 8:43 صباحا
Background image

مشاركة الملحق الثقافي لسفارة الإمارة الإسلامية الأفغانية في موسكو في مراسم الدعاء للمسلمين المظلومين في فلسطين

شارك الملحق الثقافي بوزارة الإعلام والثقافة في سفارة الإمارة الإسلامية الأفغانية لدى العاصمة الروسية موسكو، السيد فضل الهادي حمزة، في مراسم أُقيمت بسفارة دولة فلسطين تحت عنوان: «الدعاء. . .

BACK TO NEWS