لغمان کې د ټولنې مصلحینو ته د مدیریت او اړیکو په هکله دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۰:۵۴
..

لغمان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو د بشري حقونو او د رسنیو څار موسسې لخوا د ټولنې مصلحینو ته د مدیریت او اړیکو په هکله دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولی د یاد ورکشاپ د پیل په مراسمو کې وویل: دوی تل هڅه کړې، ترڅو د ټولنې ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو او عامه پوهاوي زمینه برابره کړي، رسولي زیاته کړه؛ له بیلابیلو ادارو او مؤسساتو سره یې په دې هکله خبرې کړي دي، دا دی خوشبختانه یوشمېر ځوانانو ته لنډ مهالی ښوونيز ورکشاپ پيل شو.
د بشري حقونو او د رسنیو څار مؤسسې استازي عزت الله اکبري بیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه چې د برنامو په پرمخ وړلو کې ورسره ښه همغږي لري، هغه وویل: د ځوانانو د روزنې لپاره مختلفې برنامې لري، چې وخت پر وخت به یې لغمان کې پلي کوي.
د ورکشاپ ګډونوالو دا ډول پروګرامونه د مدیریت او اړیکو په برخه کې ګټور وبلل، هغوی وویل: د ځوانانو د روزنې او عامه پوهاوي په خاطر باید په مرکز او ولسوالیو کې داسې پروګرامونه ترسره شي.

۱۴۴۶/۵/۲ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۴ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۷
Background image

هنر

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د هنرستان ریاست اړوند د غلام محمد میمنګي د هنري زده کړو له مرکز څخه ۱۵۵ تنه فارغ شوي دي.
دغه راز په کابل ښار کې ۱۱ او بامیانو کې یو د هنري آثرو نندارتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۲
Background image

عامه کتابتونونه

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د اقتصادي همکاریو(ECO) سازمان اړوند د ډیجیټل کولو، تعلیم او تحقیق کمېټو کې د افغانستان عامه کتابتونونو ریاست غړیتوب ترلاسه کړ.
د تېر لمریز کال په لړ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۳۱
Background image

تخار کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تلقان ښار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو، فرهنګیانو، استادانو، زدکړیالانو، ځوانانو او د کتاب مینه‌والو په. . .

BACK TO NEWS