فراه کې د رسنيو د مسؤلينو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۱:۴۸
....

د فراه ولایت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ملي راډیو ټلویزیون، باختر اطلاعاتي آژانس، سيستان جريدې او فراه پوهنتون علمي مجلې د مسؤلينو ترمنځ د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د ۱۷ مې ګڼې فرمان (خيښۍ، ودونو، مصيبتونو، د حج او عمرې څخه د راستنيدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي) په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته کې د مسؤلینو له لوري د رسنيو له لارې د عامه پوهاوي، ادبي او فرهنګي پروګرامونو په جوړولو او خپرولو هر اړخيزې خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د فراه په اطلاعاتو او کلتور رياست کې تر دې وړاندې هم د ناوړه رواجونو د مخنيوي په موخه د علمای کرامو، قومي مخورو او ځوانانو سره ګډې ناستې ترسره شوي دي.

۱۴۴۷/۳/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

BACK TO NEWS