سمنګان کې د بادام ګل مشاعره جوړه شوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۴:۸
 jkl

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لیکوالانو، فرهنګپالو او شاعرانو په حضور کې د بادام ګل تر عنوان لاندې فرهنګي غونډه او مشاعره جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ آمر د ګډونوالو تود هرکلی وکړ او د دې ډول مشاعرو پر ارزښت یې ټینګار وکړ، نوموړي وویل: خوشحاله یو چې د سمنګان فرهنګیان او لیکوالان یو ځل بیا راټول شوي، تر څو د بادام ګل چې د دې ولایت ارزښتناکه محصول دی، درناوی وکړي.
نوموړي زیاته کړه؛ شاعران او لیکوالان د ټولنې معنوي پانګه ده او تل یې د احساساتو د انتقال، د ښکلاوو او نیمګړتیاوو د بیانولو او د تاریخي پېښو ثبتولو کې مهم رول لوبولی دی.
د مشاعرې پر مهال شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو د بادام ګل، پسرلي او د سمنګان ښکلاوو ته ځانګړي شعرونه په دري، پښتو او ازبکي ژبو ولوستل چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.
د یادونې وړ ده، چې د ګنجینه اشعار توفیق کتاب چې د قاضي جمال‌الدین توفیق لخوا لیکل شوی او د فرهنګي، ټولنیزو، دوستۍ او مینې په موضوعاتو رباعیات او دوه ‌بیته شعرونه پکې راټول شوي، هم د همدې غونډې پر مهال نندارې ته وړاندې شو.

۱۴۴۶/۹/۱۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۸ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۴:۸
Background image

سمنګان کې د بادام ګل مشاعره جوړه شوه

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لیکوالانو، فرهنګپالو او شاعرانو په حضور کې د بادام ګل تر عنوان لاندې فرهنګي غونډه او مشاعره جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې د سمنګان د اطلاعاتو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۷
Background image

نیمروز کې د خبریال ملي ورځ ولمانځل سوه

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د خبريال ملي ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې پکښې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو، د ملي راډيو تلويزيون کارکوونکو، د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۴
Background image

سرپل کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

سرپل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د مرستیال والي ملا خال محمد حقاني په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور د رئیس، خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو په حضور کې د همږغۍ ناسته وشوه.
ملا. . .

BACK TO NEWS