زابل په شاجوی ولسوالۍ کې یوه ادبي بهیر په فعالیت پيل وکړ

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۴:۲۲
…

شنبه (۷ د شعبان ۱۴۴۵ هـ ق کال) د زابل شاجوى ولسوالۍ کې يوه ادبي بهير په فعاليت پيل وکړ او  د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمریت په چوکاټ کې د سورغر په نوم ادبي بهیر خپله لومړنۍ مشاعره ترسره کړه چې لسګونه شاعرانو او عامو خلکو پکې ګډون کړی و.

د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر عبدالولي بشرمل وویل؛ سورغر ادبي بهیر به له دې وروسته په اونیز ډول ادبي ناستې، مشاعرې او د شاعرانو د همغږۍ ناستې ترسره کوي.
د شاجوی یو شمېر شاعرانو وویل؛ له قلمي او ادبي پلوه شاجوی یوه غني ولسوالۍ ده، خو اړتیا وه څو دا ډول د شاعرانو د را ټولونې ناستې زياتې شي، چې له نیکه مرغه د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا ګام واخیست او مونږ ته یې ادبي بهیر پرانیسته ترسره کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۴۰
Background image

د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې مسئولینو خپلې غوښتنې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین سره شریکې کړې

د افغانستان د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې د رئیس محمد ګلاب سلطان زوی په مشرۍ د دغې اتحادیې مسئولینو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

BACK TO NEWS