روزګان کې د فعاله ځوانانو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۳:۵۳
....

د روزګان ولایت د اطلاعات او کلتور  د رئیس قاري اغاولي قریشي او فعاله ځوانانو او لیکوالانو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې  په ټولنیزو رسنیو کي د خدمت پر ارزښت، لاس ته راوړنو او هغوۍ ته د ښه  لیکوالۍ  پر اصولو بحث وشو.
د مجلس په پیل کې قاري اغاولي قریشی د فعاله ځوانانو د برحقې مبارزې مننه وکړه او زیاته یې کړه چي دا مهال مطبوعاتي سنګر د فکري سمون لپاره ډېر مهم دی چي پر مټ یې د کفري نړۍ منفي تبلیغات او ذهني اشغال له منځه وړل کیږي.
نوموړی وویل دا چي نړۍ وال کوښښ کوي فکري جګړه مخ ته یوسي، لازمه ده چي په خپله مبارزه د هغوی شوم اهداف له منځه یوسو.
لیکوالانو وویل: زموږ دنده د اسلام، نظام او هیواد د ګټو ساتنه او د نظام په وړاندې د خلکو د پروپاګند مخنیوی او ځوابي مبارزه کول دي چي دغه مبارزه په کلک هوډ او پیاوړې ارادې سره مخته وړو.
همداراز یې یو شمېر هغه اصول چي باید د اسلام، هیواد او اسلامي نظام په وړاندي د منفي تبلیغاتو مخه ډب کړي، د مجلس د ګډونوالو سره شریک کړل شول او د دوی څخه یې غوښتنه وکړه چي پر همدغو اصولو او مکرراتو باید خپله مبارزه ګړندۍ وساتو.

۱۴۴۵/۶/۲۹ ھ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۱ ھ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS