له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې
د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمهییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه جوړې شوې وې.
مسؤلینو وویل: د ویاړ ځای دی، چې موږ ټولو ته د اسلامي نظام تر چتر لاندې په رسنیز ډګر کې د فکري جهاد ویاړ را په برخه شوی دی، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د حقیقت پر بنسټ خبرونه خپاره کړي او د اسلامي نظام اصولو ته ژمن پاتې شي. رسنۍ د نظامونو څلورمه قوه بلل کېږي، نو لازمه ده چې د هېواد، نظام او ولس د ګټو ساتنې لپاره خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې د ولایتونو د مقام رهبري او ټولې سیمهییزې امارتي ادارې له رسنیو سره بشپړه همغږۍ لري او هر ډول معلومات په لنډ وخت کې له خبریالانو سره شریکېږي.
د غونډې په پای کې، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د چارو د لا ښه والي لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه هم وړاندې کړل، دوی د اسلامي نظام پیاوړتیا او ټولنې مثبت بدلون په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ سربېره، معلوماتو ته د لاسرسي، رسنیو اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې د ملاتړ غوښتونکي شول.
۱۴۴۷/۱۱/۳۰ هـ ق
