د ګیزاب اړوند خلج سیمه کې له يوې تاريخي کلا لیدنه وشوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۰:۴
fghj

د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله ریحان ګیزاب ولسوالۍ ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغې ولسوالۍ اړوند د خلج سیمې له کافر کلا تاریخي آبدې څخه لیدنه وکړه.
یاده کلا چې د ګیزاب ولسوالۍ د خلج سیمي په یوه لوړه سطحه کې موقعیت لري، د تاریخي ارزښت له پلوه ځانګړې سیمه ګڼل کېږي، دغه کلا اوس مهال یوازې د دیوالونو احاطه، دوه برجونه او د لویو ډبرو په منځ کي کیندل شوي اخورونه پاتې دي.
مولوي رحمت الله ریحان وویل: هڅه کوو، چې د ولایت ټولې تاریخي سیمې له نږدې وګورو او د ساتنې لپاره‌ یې اړین ګامونه واخلو، دا ډول سیمې زموږ د فرهنګي هویت څرګندونه کوي.
د سیمې د خلکو په وینا؛ دا کلا له پخوا زمانو راهیسې په همدې نوم مشهوره ده، دوی وايي: دغه ځای د تاریخي ارزښت سربېره، د سیمې د پخوانیو تمدني نښو څرګندونه کوي او اوس يې هم خلک د لیدو لپاره ورځي، اخورونه، برجونه او دیوالونه د پخواني ژوند نښې دي، چي باید وساتل شي او په وینا یې چې په ډبرو کې کیندل شوي اخورونه پخوا د آسونو د خوراک لپاره کارېدل.

۱۴۴۶/۱۰/۲۶ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS