د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
..

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او خبریالانو سره د غوره اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې.
د یادو ناستو په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو د رسنیو استازو او خبریالاتو ته د غوره اختریزو برنامو جوړولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د تېر په څېر ځانګړې او له پوهاوي ډکې خپرونې جوړې کړي.
د اختريزو ځانګړو خپرونو پر مهال دې رسنۍ د تل په څېر له داسې څه نشرولو ډډه وکړي، چې ټولنه د‌ منکراتو لور ته سوق کوي او له هغو خلکو سره دې مرکې وشي، چې مثبت فکر سره ځوانانو او ټولنې ته ښه پيغام وړاندې کوي.
په ورته وخت کې د رسنيو استازو او خبريالانو د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له مسؤلينو څخه د دوامدارو همکاریو په موخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د تل په څير به د عامه اذهانو او افکارو په روښانولو کې رغنده رول ولوبوي، هېوادوالو او نړیوالو ته به د روانو پرمختګونو او شته فرصتونو انځور په ښه ډول ورسوي.

۱۴۴۶/۱۲/۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS