بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
...

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس سید خلیل فروتن د سالمې ټولنې درلودو په موخه د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د فرامینو په اطاعت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د حج څخه د راتلونکو حاجیانو، د فاتحو د مراسیمو او همدارنګه د واده د مراسیمو بې ځایه مصارفو د مخنیوی په موخه دې بېلابېل عامه پوهاوي پرګرامونه جوړ او خپره شي.
د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو چلوونکو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو په برخه کې له هڅو څخه مننې وکړه او د هر اړخیزو همکاریو ډاډ یې څرګند کړ.
۱۴۴۶/۱۲/۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS