د ګردېز بالاحصار به کلتوري، تاريخي او سياحتي ځای وګرځي

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۱:۲۸
....

د کور او ښار جوړولو وزارت څخه د ګردېز تاريخي بالاحصار د بيا جوړولو او رغونې پۀ موخه د راغلي هيئت ګډونوالو د پکتيا لۀ مرستيال والي الحاج شيخ انعام الله "صلاح الدين" سره پۀ ليدنه کې وويل: د ګرديز تاريخي بالاحصار به د هېواد په کچه کلتوري، تاريخي او سياحتي ځای وګرځي.

ياد تخنيکي هيئت چې پکتيا ولايت کې د‌ ګرديز تاريخي بالاحصار د بيا جوړولو او رغونې د سروې پۀ موخه راغلی و، د پکتيا له مرستيال والي سره يې د خپلو کړنو د شريکولو په موخه ناسته تر سره کړه او د يادې سروې د بشپړاوي لپاره يې د ولايت مقام او اړونده ادارو همکاري اړينه ياده کړه.

مرستیال والي الحاج شيخ انعام الله "صلاح الدين" راغلي هيئت ته هرکلی ووايه، له خپله اړخه يې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، پکتيا ولايت ډېر تاريخي ځايونه او ابدات لري، چې پاملرنه ورته وشي د هيواد په کچه به مهم تاريخي او کلتوري ځايونه وي، مرستيال والي خوښي  څرګنده کړه، چې د دغه ډول ځايونو بيا جوړولو او رغونې ته رسېدنه او پاملرنه کېږي.

۱۴۴۵/۸/۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS