د کاپيسا د اطلاعاتو او کلتور رئيس د طنین اطلاعات راډيو څخه څارنه وکړه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۱:۵۷
…

تېره ورځ د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي کريم الله وثیق، چې د ملي راډيو تلويزيون آمر احمد شاه خادم يې هم ملتیا کوله، حصې اول کوهستانات ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د طنين اطلاعات راډيو څخه څارنه وکړه.

د طنين اطلاعات راډيو مسؤل مدير افتخار عالم د اطلاعاتو او کلتور رئيس او ورسره مل پلاوي په راتګ خوښي څرګنده کړه او د راډيو په اړه يې معلومات شریک کړل، د نوموړي په وينا؛ ياده راډيو په ۱۰ ساعته خپرونو کې په پښتو، دري او پشه يي ژبو ۱۸ بېلابېلې خپرونې په ژوندۍ او ثبت بڼه خپروي.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي کريم الله وثیق د خلکو د اذهانو په روښانولو کې د رسنيو او خبريالانو رول ارزښتمن وباله او رسنۍ او خبريالان يې د شريعت په چوکاټ کې د قوانينو په مراعت کولو مسؤل وبلل.

همدا راز ښاغلي وثيق وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست ددې تر څنګ چې د رسنيو په خپرونو د څارنې مسؤليت لري، له رسنيو ملاتړ کوي او په دې مکلف دی چې د رسنيو او خبريالانو ستونزو ته په کتو د مرسته کوونکو موسساتو او ټولنو توجه راجلب کړي.

۱۴۴۵/۸/۱۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۱ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS