د هلمند وړيا ښوونيز مرکز کې سلګونه ځوانانو ته د زده کړو زمينه برابره شوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۱:۵۶
شس

د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت اړوند وړيا ښوونيز مرکز کې شاوخوا ۶۶۰ تنو ځوانانو ته د وړيا زده کړو زمينه برابره شوه.
د دغه وړیا ښونیز مرکز شپږمې ښونیزې دورې کې ۶۶۰ تنو زده کوونکو ته په کمپیوټر، انګلیسي او د عربي ژبو برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوه.
د هلمند ځوانانو چارو آمر وايي: یاد ښوونیز مرکز کې د کمپیوټر برخې زده کوونکو ته د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې هم ورکول کیږي، نوموړي له زده کوونکو وغوښتل چې خپلو درسونو کې کوښښ او له ناسوبتیا ډډه وکړي.
د یاد ښوونیز مرکز دوه تنه زده کوونکو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه ځوانانو ته د وړیا زده کړو د زمينې برابرولو څخه د مننې تر څنګ غوښتنه وکړه، چې داسې برنامې دې لا زیاتې شي.
د یادونې وړ ده، چي تر دې وړاندې هم له یاد ښوونیز مرکز څخه په پنځو دورو کې نږدې ۱۵۰۰ تنه زده کوونکي د بېلابېلو ښوونيزو برنامو څخه فارغ شوي دي.

۱۴۴۶/۱۱/۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS