د مطبعو، خطاطانو او رسامانو د اتحادیې له غړو سره ناسته وشوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۳:۱۲
....

تېره ورځ د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نور محمد حنيف په خپل کاري دفتر کې د ياد ولايت د مطبعو، خطاطانو او رسامانو د اتحاديې له غړو سره ناسته وکړه.
د يادې ناستې موخه په ننګرهار ولايت کې د لوحو او تابلوګانو د کمېټې له طرزالعمل څخه د مطبعو، خطاطانو او رسامانو خبرول وو، چې د اطلاعاتو آمر مولوي صديق الله قريشي له لوري د لوحو او تابلوګانو د کمېټې د طرزالعمل په اړه له دوی سره معلومات شريک شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نورمحمد حنيف د يادو اتحاديو غړو ته وويل: په ننګرهار ولايت کې د لوحو، تابلوګانو او تبليغاتي اعلاناتو په سمون کې لويه ونډه ستاسو ده، کومې لوحې چې تاسو ته د چاپ په موخه درکول کېږي، له چاپ مخکې يې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره شريکوئ، تر څو د بهرنيو ژبو د ليکدود او اصطلاحاتو مخنيوی وشي.
د يادو اتحاديو مسؤلينو د اطلاعاتو او کلتور رئيس ته په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۵/۶/۱۱هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۳ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۴۰
Background image

د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې مسئولینو خپلې غوښتنې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین سره شریکې کړې

د افغانستان د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې د رئیس محمد ګلاب سلطان زوی په مشرۍ د دغې اتحادیې مسئولینو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

BACK TO NEWS