د متبرکه کاغذونو د راټولولو په موخه دوهمه غونډه جوړه شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۹:۵۴
.....

نن شنبه (1445/6/16ه ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ملا خيرالله خير خواه په مشرۍ، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو او ارشاد، حج او اوقاف وزارتونو د استازو په ګډون د متبرکه کاغذونو په درناوي سره ‏د راټولولو په موخه په اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام کې دوهمه غونډه جوړه شوه.

په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير د ټولو استازو په راتګ خوښي وښوده او زياته يې کړه چې متبرکه کاغذونه په خوندي توګه سره له منځه وړل او راټولول د ټولو ديني مسؤليت دی، بايد په درناوي سره متبرکه کاغذونه د يوې منظمې لارې راټول او له منځه يووړل شي.


ورپسي ټولو استازو د متبرکه کاغذونو په ښه توګه د راټولولو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او ياده پروسه يې مهمه وبلله.
 
 د اولنۍ غونډې په تعقيب چې کوم پلاوي ته دنده سپارل شوې وه، چې په شرعي ډول د دغو کاغذونو د بيا پروسس لپاره د شرکتونو او کارخونو له مسوولينو سره خبرې وکړي، دوی خپل کاري راپور د کمېټې له غړو سره د وروستي اجراآتو په موخه شريک کړ.
غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS