د متبرکه کاغذونو د راټولولو په موخه دوهمه غونډه جوړه شوه
نن شنبه (1445/6/16ه ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ملا خيرالله خير خواه په مشرۍ، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو او ارشاد، حج او اوقاف وزارتونو د استازو په ګډون د متبرکه کاغذونو په درناوي سره د راټولولو په موخه په اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام کې دوهمه غونډه جوړه شوه.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير د ټولو استازو په راتګ خوښي وښوده او زياته يې کړه چې متبرکه کاغذونه په خوندي توګه سره له منځه وړل او راټولول د ټولو ديني مسؤليت دی، بايد په درناوي سره متبرکه کاغذونه د يوې منظمې لارې راټول او له منځه يووړل شي.
ورپسي ټولو استازو د متبرکه کاغذونو په ښه توګه د راټولولو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او ياده پروسه يې مهمه وبلله.
د اولنۍ غونډې په تعقيب چې کوم پلاوي ته دنده سپارل شوې وه، چې په شرعي ډول د دغو کاغذونو د بيا پروسس لپاره د شرکتونو او کارخونو له مسوولينو سره خبرې وکړي، دوی خپل کاري راپور د کمېټې له غړو سره د وروستي اجراآتو په موخه شريک کړ.
غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.