د قرآن کریم لیکنې او د بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري د زمري ۲۴مې او ۲۸مې په مناسبت چمتووالی روان دی
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د قرآن کریم لیکنې او د بیهقي کتابونو خپرولو ریاست د زمري ۲۴مې او ۲۸مې (د آزادۍ ورځو) د نمانځلو په مناسبت په پام کې لري چې یو ستر فرهنګي پروګرام جوړ کړي.
د بیهقي کتابونو د خپرولو رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتيزاده وایي؛ په دې پروګرامونو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظهالله) د حکم په اساس اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د ماشینخانې د سپارلو په مناسبت د قدردانۍ غونډې، د افغانستان د خپرندویانو او کتابپلورونکو لپاره د دایمي فرهنګي بازار پرانیسته، د کتابونو ستر نندارتون جوړول او د بیهقي کتابونو خپرولو ریاست او خصوصي خپرندویانو د نویو لیکل شویو اثارو مخکتنې شاملې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرامونو د جوړولو موخه د چاپ له صنعت څخه ملاتړ، د خپرندویانو او کتابپلورونکو د اثارو او تولیداتو معرفي کول، د مطالعې او کتابلوستنې د فرهنګ دودول او په هېواد کې د فرهنګي او کتاب خپرندویانو فعالیتونو د ودې لپاره د زمینې برابرول دي.
دغه راز د کابل پوهنتون استاد او د خپرندویانو اتحادیې مرستیال سید احمد سعید د لومړي ځل لپاره د خپرندویانو او کتابپلورونکو لپاره د یوه خپرنیز او فرهنګي مرکز د جوړولو په موخه د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او دغه اقدام یې د مطالعې فرهنګ د ودې او کتابلوستنې ته د مسوولینو د پاملرنې په برخه کې مهم وباله.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرامونه د زمري له ۲۴مې وروسته پیلېږي او یوه اوونۍ به دوام وکړي. د دې پروګرامونو په ترڅ کې به د خصوصي خپرندویانو او کتابپلورونکو او دولتي خپرندویانو بنسټونو اثار نندارې ته هم وړاندې شي او بېلابېل فرهنګي پروګرامونه به ترسره شي.
همدارنګه، په ماشینخانه کې د خپرندویانو، د خصوصي چاپخونو د استازولۍ، د کتابپلورونکو مرکز، خطاطانو، نقاشانو، میناتورانو، صحافانو، ډیزاینرانو، د کاغذ تولیدونکو او واردوونکو، د تألیف او ژباړې مرکز، د سیاحتي شرکتونو د استازولۍ، د بیهقي ریاست د اثارو د چاپ او پلور مرکز او د فرهنګي اثارو (لاسي صنایعو او افغاني تولیداتو) لپاره ځانګړي ځایونه په پام کې نیول شوي دي.
۱۴۴۸/۲/۲۵ هـ ق
