د قرآن کریم لیکنې او د بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري د زمري ۲۴مې او ۲۸مې په مناسبت چمتووالی روان دی

wasim_admin
Sun, Aug 09 2026 3:00 PM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د قرآن کریم لیکنې او د بیهقي کتابونو خپرولو ریاست د زمري ۲۴مې او ۲۸مې (د آزادۍ ورځو) د نمانځلو په مناسبت په پام کې لري چې یو ستر فرهنګي پروګرام جوړ کړي.
د بیهقي کتابونو د خپرولو رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتي‌زاده وایي؛ په دې پروګرامونو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه‌الله‌) د حکم په اساس اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د ماشین‌خانې د سپارلو په مناسبت د قدردانۍ غونډې، د افغانستان د خپرندویانو او کتاب‌پلورونکو لپاره د دایمي فرهنګي بازار پرانیسته، د کتابونو ستر نندارتون جوړول او د بیهقي کتابونو خپرولو ریاست او خصوصي خپرندویانو د نویو لیکل شویو اثارو مخکتنې شاملې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرامونو د جوړولو موخه د چاپ له صنعت څخه ملاتړ، د خپرندویانو او کتاب‌پلورونکو د اثارو او تولیداتو معرفي کول، د مطالعې او کتاب‌لوستنې د فرهنګ دودول او په هېواد کې د فرهنګي او کتاب خپرندویانو فعالیتونو د ودې لپاره د زمینې برابرول دي.
دغه راز د کابل پوهنتون استاد او د خپرندویانو اتحادیې مرستیال سید احمد سعید د لومړي ځل لپاره د خپرندویانو او کتاب‌پلورونکو لپاره د یوه خپرنیز او فرهنګي مرکز د جوړولو په موخه د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او دغه اقدام یې د مطالعې فرهنګ د ودې او کتاب‌لوستنې ته د مسوولینو د پاملرنې په برخه کې مهم وباله.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرامونه د زمري له ۲۴مې وروسته پیلېږي او یوه اوونۍ به دوام وکړي. د دې پروګرامونو په ترڅ کې به د خصوصي خپرندویانو او کتاب‌پلورونکو او دولتي خپرندویانو بنسټونو اثار نندارې ته هم وړاندې شي او بېلابېل فرهنګي پروګرامونه به ترسره شي.
همدارنګه، په ماشین‌خانه کې د خپرندویانو، د خصوصي چاپخونو د استازولۍ، د کتاب‌پلورونکو مرکز، خطاطانو، نقاشانو، میناتورانو، صحافانو، ډیزاینرانو، د کاغذ تولیدونکو او واردوونکو، د تألیف او ژباړې مرکز، د سیاحتي شرکتونو د استازولۍ، د بیهقي ریاست د اثارو د چاپ او پلور مرکز او د فرهنګي اثارو (لاسي صنایعو او افغاني تولیداتو) لپاره ځانګړي ځایونه په پام کې نیول شوي دي.
۱۴۴۸/۲/۲۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

Sun, Aug 09 2026 7:53 PM
Background image

Coordination Meeting Held with YouTubers to Enhance Media Coverage of 24 Asad.

Mawlawi Muhajir Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the Ministry of Information and Culture, led a coordination meeting with YouTubers to improve media coverage of the. . .

Sun, Aug 09 2026 3:08 PM
Background image

The Quran Manuscript and Bayhaqi Publications Directorate are preparing a major cultural programme to mark Afghanistan’s Independence Day.

The Quran Manuscript and Bayhaqi Publications Directorate, under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, is preparing a major cultural. . .

Sun, Aug 09 2026 12:02 PM
Background image

Tourism Research and Development Director Visits Nuristan to Assess Tourism Potential

Director of Tourism Research and Development at the Ministry of Information and Culture, Mawlawi Mohammad Sadiq Sadaqat, has visited Nuristan Province as part of an official tour to. . .

BACK TO NEWS