د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ۱۷مې ګڼې فرمان تشریح شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۵۶
...

د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ۱۷مې ګڼې فرمان چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی و، د حکومتي ادارو مسؤلینو، رسنیو استازو، قومي مخورو، شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګپالانو او ځوانانو ته تشریح شو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له فرمانونو اطاعت او پیروي د ټولو مسلمانانو شرعي او ټولنیز مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه، چې د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پرمهال د ناوړه رواجونو مخنیوی د ټولو ګډ مسؤلیت دی او د ستونزو په حل کې باید یو له بل سره همکار پاتې شو. 
همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو زیاته کړه، چې د ناوړه دودونو مخنیوی یوه جدی اړتیا ده او د ټولنې ټول اقشار باید په دې برخه کې کار وکړي، ځکه ناوړه دودونه د بېلابېلو اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او نور ستونزو لامل ګرځي.
دغه راز د حکومتي ادارو مسؤلینو، رسنیو استازو، قومي مخورو، شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګپالانو او ځوانانو د یاد فرمان اطاعت او پلي کول په ټولنه کې یو مهم اصل یاد کړ او ویې ویل: موږ په هغه ټولنه کې ژوند کوو، چې ناوړه دودونه د اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو ستونزو لامل ګرځي او باید ترې مخنیوی وشي او د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو ته یې د پوره همکاریو ډاډ هم ورکړ.
۱۴۴۷/۳/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

فراه کې د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

فراه کې د نهاوند علمي او فکري ادارې له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم ګڼ شمېر خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې پکې د اطلاعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

بغلان کې (د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د مسؤولیتونو) په اړه علمي سیمینار ترسره شو

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا په شتون کې د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

BACK TO NEWS