بغلان کې (د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د مسؤولیتونو) په اړه علمي سیمینار ترسره شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۳
..

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا په شتون کې د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د مسؤولیتونو په اړه سل تنو ځوانانو ته یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر قاري محمد عبدالرحمن محمدي وویل: دغه سیمینار د ځوانانو د مسؤولیتونو په اړه د عامه پوهاوي لوړولو او په ټولنه کې د ځوانانو د رول پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: ځوانان د ټولنې اساسي ځواک او د هېواد د راتلونکي مسؤلین دي. ځوانان د علم په ترلاسه کولو، د اسلامي اخلاقو په پیاوړتیا، د یووالي په ساتلو او خلکو ته په رښتینې توګه د خدمت کولو له لارې کولای شي د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په پرمختګ کې اغیزمن رول ترسره کړي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د رول او د ځوانانو د فکري اصلاح د اهمیت په اړه خبرې وکړې. ښاغلي هاشمي پر اسلامي ارزښتونو د پابندۍ، له ټولنیزو رسنیو څخه د مسؤلانه ګټې اخیستنې او د ټولنې د یووالي او ثبات پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د سیمینار په لړ کې یو شمېر ځوانانو د دغه سیمینار د جوړېدو له امله مننه وکړه او د ځوانانو د پوهاوي لوړولو او د مسؤولیت‌ مننې روحې د پیاوړتیا په موخه یې د ورته علمي او پوهاوي پروګرامونو د دوام غوښتنه هم وکړه. 

۱۴۴۸/۵/۲ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

فراه کې د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

فراه کې د نهاوند علمي او فکري ادارې له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم ګڼ شمېر خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې پکې د اطلاعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

بغلان کې (د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د مسؤولیتونو) په اړه علمي سیمینار ترسره شو

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا په شتون کې د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

BACK TO NEWS