د سمنګانو له محلي رسنيو څارنه وشوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۵:۴۳
من

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي فیروزالدين منیب له محلي رسنيو څخه د کره اطلاع رسونې، د ستونزو حل کولو، د خبريالانو او رسنيو د امنيت په موخه څارنه وکړه.
مولوي فیروزالدين منيب وويل: رسنۍ په ټولنه کې ډير مهم رول لري، باید په ټولنه کې له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه وي، د رسنيو دنده کره او پر وخت اطلاع رسونه  ده، تر څنګ يې د خلکو د پوهې د کچې لوړولو دنده هم ورپه غاړه ده.
د رسنيو مسؤلينو د رسنيو له څارنې او ملاتړ کولو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: له رسنيو څخه ملاتړ د اطلاع رسونې او عمومي کلتورونو په لوړولو کې ددوی د هڅو د احترام او ژور درک په معنی ده.
همدا راز خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو د اطلاعاتو او کلتور رياست له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه.

۱۴۴۶/۲/۲۴ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۷ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS