د زابل والي د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسؤلینو، خبريالانو، او د رسنيو له استازو سره وکتل

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۴:۴۰
…

د زابل والي مولوي حزب الله افغان له خبریالانو او د رسنیو له استازو سره په داسې حال کې وکتل، چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د ولایت مقام د دفتر رئيس، د اطلاعاتو آمر، خبریالانو، او د رسنیو مسولنیو هم ګډون درلود.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي رحمت الله حماد په زابل کې د خبریالانو او رسنیو په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته يې کړه؛ د اسلامي امارت له فتحې را وروسته په زابل کې رسنیو، او خبریالانو د ټولو اسلامي قوانینو په رڼا کې خپلې چارې تنظيم او کارونه مخ ته وړي هغه وويل: چې ټولو خبریالانو په پوره اخلاص سره اولس او نظام ته کار کړی.

د پروګرام په دوام سره يو شمېر خبریالانو اطلاعاتو ته د لاس رسي، پر وخت د خبر رسونې، او د دولتي مسؤلینو د موثرو همکاريو په هکله خبرې وکړې او له ولایت مقام څخه يې د لا همکاريو غوښتنه وکړه.

د زابل والي مولوي حزب الله افغان د خوښۍ په څرګندولو سره د ټولو خبریالانو هڅې او کارونه وستایل او زياته يې کړه؛ ولايت مقام او ټول ولایتي اداري واحدونه به له خبریالانو سره د راپور جوړولو په برخه کې همکاري کوي او اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې به نورې اسانتیاوي هم برابروي

١٤٤٥/٨/٢٣هـ ق
١٤٠٢/١٢/١٥هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۴۹
Background image

حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د حصه دویم کوهستان ولسوالۍ اړوند د. . .

BACK TO NEWS