د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمیسیون غونډه جوړه شوه
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ نن د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمیسیون لومړۍ غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين مولوي مهاجر فراهي، د رسنيو د خپرونو د څارنې رييس مولوي عبدالحق حماد او د رسنيو د بنسټونو يو شمېر استازو او د اړوندو دولتي مسوولينو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې پر دې ټینګار وشو چې د رسنیو ټولې قضیې دې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د کمیسیون له لارې تعقیب شي او رسنۍ کولاۍ شي خپل شکایتونه او ستونزې له دغه کمیسیون سره شریکې کړي.
دغه راز په دې غونډه کې یادونه وشوه چې د دغه کمېسیون غړي چې د رسنیو د بنسټونو له استازو او له اړوندو دولتي مسوولينو څخه جوړ دي، د تغير وړ دي.
په همدې حال کې د کمیسیون غړو خپل نظریات، پيشنهادونه او غوښتنې وړاندې کړې او له یو کال ځنډ وروسته یې د دغه کمیسیون د لومړۍ غونډې جوړېدل ښه او ارزښتناک اقدام وباله.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو کميسيون د بيا فعاليت له امله د دغه وزارت د رهبرۍ د هڅو په باب معلومات ورکړل.
هغه د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د کمیسیون له فعالیتونو څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې دغه کمیسیون باید د اسلامي ارزښتونو او د هېواد ملي ګټو لپاره کار وکړي.
کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر
