د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمیسیون غونډه جوړه شوه

مجهول (لم يتم التحقق)
ثلاثاء, أغسطس 23 2022 11:29 صباحا
کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ نن د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمیسیون لومړۍ غونډه جوړه شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين مولوي مهاجر فراهي، د رسنيو د خپرونو د څارنې رييس مولوي عبدالحق حماد او د رسنيو د بنسټونو يو شمېر استازو او د اړوندو دولتي مسوولينو په ګډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې پر دې ټینګار وشو چې د رسنیو ټولې قضیې دې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د کمیسیون له لارې تعقیب شي او رسنۍ کولاۍ شي خپل شکایتونه او ستونزې له دغه کمیسیون سره شریکې کړي.

دغه راز په دې غونډه کې یادونه وشوه چې د دغه کمېسیون غړي چې د رسنیو د بنسټونو له استازو او له  اړوندو دولتي مسوولينو څخه جوړ دي، د تغير وړ دي.

په همدې حال کې د کمیسیون غړو خپل نظریات،  پيشنهادونه او غوښتنې وړاندې کړې او له یو کال ځنډ وروسته یې د دغه کمیسیون د لومړۍ غونډې جوړېدل ښه او ارزښتناک اقدام وباله.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو کميسيون د بيا فعاليت له امله د دغه وزارت د رهبرۍ د هڅو په  باب  معلومات ورکړل.

هغه  د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د کمیسیون له فعالیتونو څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې دغه کمیسیون باید د اسلامي ارزښتونو او د هېواد  ملي ګټو  لپاره  کار وکړي.

کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, يونيو 16 2026 2:46 مساء
Background image

لجنة تصحيح اللوحات والإعلانات تقوم بجولة رقابية في الناحية الثامنة من مدينة كابل

قامت لجنة تصحيح اللوحات والإعلانات التابعة لمعینية شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، ضمن استمرار أنشطتها الميدانية، بجولة رقابية على اللوحات واللافتات الإعلانية في منطقة “كارته نو”. . .

ثلاثاء, يونيو 16 2026 10:18 صباحا
Background image

لقاء نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون السياحة والمالية والإدارة بمسؤولي اتحاد شركات السياحة والزيارات والحج والعمرة في ننجرهار

استقبل نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون السياحة والمالية والإدارة، المولوي قدرت الله جمال، في مكتبه، مسؤولي اتحاد شركات السياحة والزيارات والحج والعمرة في ولاية ننجرهار.
وفي مستهل. . .

اثنين, يونيو 15 2026 2:43 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين، الموافق 29 ذو الحجة 1447هـ،عُقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
ونا. . .

BACK TO NEWS