د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون نوبتي غونډه وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۰:۲۴
Vcf

یکشنبه ( ۲۹ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپرونو چارو معينيت کې د یاد معينيت د معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کميسيون نوبتي غونډه وشوه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت الله نړيوال، د افغانستان د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي او د کميسيون نورو غړو هم پکښې ګډون درلود.

د غونډې په پيل کې د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي د تېرو غونډو د پرېکړو او موضوعاتو ارزونه وکړه، ورپسې د ځينو رسنيو له لوري د رالېږل شويو شکايتونه وڅېړل شول، چې په ترڅ کې يې د جهان راډيو د ستونزې هواري لپاره کمېټه وټاکل شوه، تر څنګ يې د راه فردا تلويزيون او کارکوونکو تر منځ يې د رامنځته شوې ستونزې په اړه بحث وشو، همدارنګه د داخلي رسنيو د ملاتړ په موخه د سوداګريزو اعلاناتو شريکولو موضوع ته د رسېدنې سربېره په څو نورو موضوعاتو هم بحث وشو او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون په رسنيز ډګر کې د رامنځته شويو ستونزو د حل کولو په موخه رامنځته شوی، چې په نوبتي شکل د کمېسيون د غړو په موجوديت کې غونډې کوي، رالېږل شوي شکايتونه او رسنيزې سرغړونې څيړي او په اړه يې لازمې پرېکړې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS