د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئيس د طلوع سعادت لوړو زده کړو موسسې له مشر سره وکتل

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۴:۱۴
.....

نن چهار شنبه (۱۴۴۴/۱۲/۳ هـ ق) د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الدين معتصم د طلوع سعادت لوړو زده کړو موسسې له مشر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ښاغلي معتصم د طلوع سعادت لوړو زده کړو موسسې له مشر سره په لیدنه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د نن ورځې ځوانان د پخوا په پرتله درس او زده کړو ته ډېره اړتیا لري، ځکه چې د هېواد راتلونکی د دوی په لاس کې دی او تعلیمي ادارې په دې برخه کې لوی مسؤلیت لري.
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور ریاستونه په هېواد کې د اسلامي او افغاني کلتور د پياوړتيا او د ځوانانو د فکري ودې په برخه کې زياتې هڅې کوي.
 ورپسې د طلوع سعادت د لوړو زده کړو موسسې رئیس عبدالحکیم الفت وویل، د ځوانانو او زده کوونکو د علمي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د اسلامي امارت له مهمو او ګټورو پروګرامونو څخه ملاتړ کوو.
همدا راز د طلوع سعادت لوړو زده کړو موسسه د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په هره برخه کې هر اړخيزه همکاري کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS