هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
..

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
په سیمینار کې د عامه کتابتون مدیر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هلمند عامه کتابتون په اړه معلومات وړاندي کړل او له ټولو زده کوونکو څخه یې وغوښتل چې عامه کتابتون ته مراجعه وکړي او د خپلي خوښي کتابونه مطالعه کړي.
دغه راز د فرهنګ او ګرځندوی امر د مطالعې د ارزښت او اصولو په اړه خبري وکړې او ویې ویل: مطالعه د ټولو لپاره خورا مهمه ده، ځکه چې د مطالعې په وسیلې د انسان علمي ظرفیت لوړیږي، که غواړو چې په اقتصاد، سیاست، ټولنیز ژوند او نورو برخو کې پرمختګونه وکړو، نو باید ډېره مطالعه وکړو.
په سیمینار کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازي د قرآني آیاتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې د نبي کریم(ﷺ) د سیرت د لوستلو او عملي کولو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د رسول الله(ﷺ) سیرت باید د کتابونو تر لوستلو او یادولو پوري محدود نه شي، بلکه لوستل شوی سیرت ته باید عملي جنبه ورکړل شي او د ژوند په ټولو حالاتو کې ور څخه استفاده وشي.
په پای کې ګډونوالو له دغه روزنیز سیمینار جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او د ورته نورو پروګرامونو د جوړیدو غوښتونکي شول.

۱۴۴۸/۵/۹ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS