د جهادي خپرونو او کتابتون ریاست د رئیس پیژند غونډه وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۵۹
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست اړوند د جهادي خپرونو او کتابتون رئیس سید نور احمد سعید د پېژند غونډه وشوه.
په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسئولینو، د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست مسئولینو، ګڼ شمېر علماوو او د یاد ریاست کارکوونکو شتون درلوده.
مسؤلینو د جهادي آثارو او اسنادو د ساتنې، خوندي کولو او خپرولو پر اهمیت ټینګار وکړ او د یې د هېواد د جهادي ارزښتونو د خوندي ساتنې له مهمو بنسټونو څخه وبلله.
مسئولینو هیله څرګنده کړه، چې د ښاغلي سعید په مشرۍ به د جهادي آثارو د راټولولو، تنظیم، چاپ او خپرولو بهیر لا پیاوړی شي.
دغه راز د جهادي خپرونو او کتابتون رئیس سید نوراحمد سعید د مشرانو له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د جهادي آثارو د ساتنې، د خپرونو د پراختیا او د کتابتون د غوره خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې به هر اړخیزې هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د جهادي خپرونو او کتابتون ریاست د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي او د جهاد اړوند آثارو او اسنادو د راټولولو، ساتنې، ثبت او خپرولو مسئولیت لري.

۱۴۴۷/۸/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS