د بادغیس والي د یو شمېر ځوانانو سره وکتل

wali_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۹:۵۰
د بادغیس والي د یو شمېر ځوانانو سره وکتل

 

تيره ورځ د بادغیس ولایت والي الحاج مولوي عبدالصمد جاوید د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې له یو شمېر ځوانانو سره وکتل.
په یاده غونډه کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس اخندزاده مطیع الله متقی او یو شمېر نورو اداري مسؤلینو حضور درلود.
غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه،  ورپسې د یاد ولایت والي خبرې وکړې او ویې ویل، ځوانان د هېواد راتلونکی نسل دی دوی کولای شي د مسلکي پوهې د کچې په لوړولو سره د خپل هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ارزښتناکه ونډه واخلي.
ښاغلي والي زیاته کړه، تاسو د ازادۍ ستر نعمت د بریا لوړو پوړیو ته رسوي، اوس له تاسو هیله لرم چې په خپله فکري مبارزه کې د ازادۍ ساتنه وکړئ.
 
۱۴۴۴/۱۲/۲۴ هـ ق
۱۴.۲/۴/۲۱ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS