د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره يو شمېر شاعرانو وکتل

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۰:۵۴
.....

د بادغيس ولایت يو شمېر شاعرانو او ليکوالانو په داسې حال کې چې د دغه ولایت د علماوو شورا غړي مولانا غلام محمد "موحدي" یې هم ملتیا کوله، د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس اخندزاده مطيع الله متقي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
 په یاده کتنه کې شاعرانو خوښي څرګنده کړه چې د ا.ا.ا. په بریا سره د ادبي پروګرامونو زمینه ورته برابره شوې ده او په کلتوري برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي متقي د کلتوري او ادبي فعالیتونو په برخه کې له شاعرانو خپل ملاتړ څرګند کړ او د دوی ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه، د شاعرانو ژبه د ملت ژبه ده.

۱۴۴۵/۵/۶ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۹ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS