د اطلاعاتو او کلتور وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۱۶
..

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني صاحب لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ولايت مقام له رهبرۍ سره د ليدنې ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارې هم وارزولې.
د لوګر اطلاعاتو او کلتور رئیس د اطلاع رسونې، کلتوري خدماتو، ستونزو، وړاندیزونو او د روانو چارو اړوند معلومات وړاندې کړل.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي حقاني صاحب وويل: لوګر ته له  سفر څخه موخه د ولایتي ریاست د چارو ارزول، د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه اورېدل وو، ښاغلي وزیر صاحب ډاډ څرګند کړ، چې د لوګر ولایت اړوند تاریخي آثارو او جهادي موزیم د پراختیا په برخه کې به لا زیات کار وشي.
دغه راز  وزیر صاحب د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور سره د ليدنې پر مهال له نوموړي څخه د رسنیو او کلتوري چارو د ملاتړ برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

۱۴۴۷/۱۰/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

بلخ کې د ګرځندوی جاذبو او تاریخي آبدو د پیژندنې سیمینار او د انځورونو نندارتون ترسره شو.

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د تاریخي، فرهنګي او سیاحتي سیمو او ګرځندوی جاذبو د پیژندنې او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جلب په موخه، د بلخ ولسوالۍ په. . .

BACK TO NEWS