د اطلاعاتو او کلتور وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني صاحب لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ولايت مقام له رهبرۍ سره د ليدنې ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارې هم وارزولې.
د لوګر اطلاعاتو او کلتور رئیس د اطلاع رسونې، کلتوري خدماتو، ستونزو، وړاندیزونو او د روانو چارو اړوند معلومات وړاندې کړل.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي حقاني صاحب وويل: لوګر ته له سفر څخه موخه د ولایتي ریاست د چارو ارزول، د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه اورېدل وو، ښاغلي وزیر صاحب ډاډ څرګند کړ، چې د لوګر ولایت اړوند تاریخي آثارو او جهادي موزیم د پراختیا په برخه کې به لا زیات کار وشي.
دغه راز وزیر صاحب د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور سره د ليدنې پر مهال له نوموړي څخه د رسنیو او کلتوري چارو د ملاتړ برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
۱۴۴۷/۱۰/۱۰ هـ ق
