د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري معين د پکتيا ولايت اديبانو، فرهنګپالو او ليکوالانو سره ولیدل

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۲۰:۴۷
Afg

نن سه شنبه (۱۴۴۴/۸/۲۱ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري معين مولوي عتيق الله عزيزي پکتيا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت له اديبانو، شاعرانو، فرهنګپالو او ليکوالانو سره د هغوی د ستونزو او غوښتنو اوريدو په موخه د يوې غونډې په ترڅ کې ولیدل. دغه غونډه چې د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رياست په تالار کې جوړه شوې وه، ګڼ شمېر فرهنګپالو، شاعرانو، اديبانو او ځوانانو پکې ګډون کړی وو. د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان اسلام يار تر ښه راغلاست وروسته، پکتیا ته د کلتوري معين راتګ مهم وباله، نوموړي وويل چې وزارت سره يې د تاريخي ابداتو، د ګرديز بالاحصار بيارغونې، د هنر او فرهنګ په برخو کې د فرهنګپالو ستونزې بار بار شريکې کړې وې چې خوشخبتانه يادو ستونزو ته د رسيدګۍ په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين سفر وکړ. د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او فرهنګ آمر عقل خان وهاج په دې ولايت کې د هنري او فرهنګي وضعيت، فعاليتونو، لاسته راوړنو، ستونزو او غوښتنو په اړه بشپړ معلومات له ښاغلي معين سره شريک کړل او زیاته یې کړه، چې اطلاعاتو او کلتور رياست په هنري او فرهنګي برخو کې ښې لاسته راوړنې لري. ورپسې د دې ولايت فرهنګپالو او شاعرانو په استازيتوب شاعر او ليکوال خوږمن ځاځي خبرې وکړې او ویې ویل، چې پکتيا ښه فرهنګپال اشخاص لري او په تېر ۲۰ کلن انقلاب کې یې د اشغال په وړاندې کلکه مبارزه کړې. نوموړي زیاته کړه، چې پکتيا کې ګڼ شمېر داسې ليکوالان شته چې ډير ښه کتابونه يې ليکلي خو د اقتصادي ستونزو له امله چاپ څخه پاتې دي، په دې ولايت کې پخوا فرهنګي چاپي رسنۍ او محلي خپرونې خپريدې خو د اقتصادي ستونزو له کبله نه خپرېږي غوښتنه مو دا دی چې دې برخه ته ځانګړې پاملرنه وشي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري معين مولوي عتيق الله عزيزي د دې ولايت فرهنګپالو، شاعرانو، اديبانو، خطاطانو او ليکوالانو ته د دوی ستونزو په هکله ډاډ ورکړ، چې يادو ستونزو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي او ا.ا په دې هڅه کې دی چې ولس ته په ټولو برخو کې ښه خدمات وړاندې کړي. نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت د هنر او فرهنګ په برخو کې د ۱۴۰۲ لمریز کال لپاره ښه پروګرامونه لري چې يادې ستونزې به ورسره حل شي. په یاده غونډه کې یوشمېر شاعرانو او ترانه خوانانو شعرونه او ترانې وړاندې کړې. غونډه په دُعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۴۹
Background image

حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د حصه دویم کوهستان ولسوالۍ اړوند د. . .

BACK TO NEWS