د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي پنجشیر ولایت ته سفر وکړ

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۲:۱۱
د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي پنجشیر ولایت ته سفر وکړ

 

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي پنجشیر ولایت ته د نبوي سیرت سیالۍ، جوړولو په موخه سفر وکړ. په یاد پلاوي کې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتي زاده او مولوي محمد یحیی صلاح د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خصوصي خپرونو مسؤل شامل وو. 
دوی د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نصرالله ملک زاده په شتون کې د یاد ولایت له والي الحاج حافظ محمد آغا حکيم سره په کتنه کې دوی ته، د نبوي سیرت د سیالۍ جوړولو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي صلاح په یاده ناسته کې د نبوي سیرت د سیالۍ موخه، د ځوانانو د پوهې کچه لوړول او د مطالعې کلتور ته  وده ورکول وبلله.
ورپسې ښاغلي ملک زاده دوی ته د یادې سیالۍ په ترسره کولو کې بشپړ ډاډ ورکړ.

۱۴۴۵/۲/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۱۳ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۶
Background image

لسګونو زده‌ کوونکو ته د سالمو افکارو د ترویج په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تخنیکي زده‌ کړو آمریت لسګونو زده‌ کوونکو ته د سالمو افکارو د ترویج په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳
Background image

له یو شمېر لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د الرباط علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ له یو شمېر لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې د کندهار مرستیال والي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲
Background image

بغلان کې د نشه ‌يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه یو ورځنی د عامه پوهاوي پروګرام د علماوو کرامو، د ګذر وکیلانو او قومي مخورو په شتون کې ترسره شو.
دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS