بغلان کې د نشه ‌يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲
..

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه یو ورځنی د عامه پوهاوي پروګرام د علماوو کرامو، د ګذر وکیلانو او قومي مخورو په شتون کې ترسره شو.
دغه پروګرام د مشرتابه(حفظه الله) د فرمان د تطبیق په موخه جوړ شوی و، چې پکې د نشه‌يي توکو د زیانونو او له استعمال څخه یې د مخنیوي په برخه کې د علماوو او د ټولنې د بېلابېل قشرونو پر مسوولیتونو خبرې وشوې.
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د اسلام له نظره د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ټولنې د سالم ساتلو لپاره د نشه‌يي توکو له زیانونو څخه د خلکو پوهاوی مهم دی.
په پروګرام کې نورو ویناوالو هم د اسلامي سپيڅلي دین او طب له نظره د نشه یي توکو د زیانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د اسلام سپيڅلي دین د لارښونو په اساس هر نشه‌ کوونکی توکی حرام دي. همدارنګه د نشه‌يي توکو استعمال د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دی او د مخنیوي لپاره یې د علماوو او ټولنې بېلابېلو قشرونو ګډو هڅو ته اړتیا ده. نشه‌يي توکي د انسان پر مغز او عصبي سیستم ناوړه اغېزې لري، د زړه د فعالیت او د وینې د جریان ستونزې رامنځته کوي او د بېلابېلو ناروغیو لامل کیږي.
د پروګرام ګډونوالو د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پر پراختیا او د نشه‌يي توکو د استعمال د مخنیوي په برخه کې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۵/۸هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د دریمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دریمې ناحیې (ګولایي دواخانه څخه تر شهید څلور لارې). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۶
Background image

لسګونو زده‌ کوونکو ته د سالمو افکارو د ترویج په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تخنیکي زده‌ کړو آمریت لسګونو زده‌ کوونکو ته د سالمو افکارو د ترویج په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳
Background image

له یو شمېر لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د الرباط علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ له یو شمېر لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې د کندهار مرستیال والي. . .

BACK TO NEWS